روغتيا نړیوال سازمان: د کرونا وبا د بېړنۍ مودې ختمېدو د اعلانولو وخت نه دی رسېدلی
CMG2022/12/04 12:11:54
شريکول:

روغتيا نړیوال سازمان د ډسمبر په ۲ مه خبر ورکړ چې د کوويد-۱۹ ويروس اوميکرون بڼه لاهم په نړۍ کې د چټک خپرېدو په حال کې ده او دا وخت لا نه دی رسېدلی چې د کرونا وبا د بېړنۍ مودې پای ته رسېدل اعلان شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرې له مخې، پر دې وبا د اخته کېدو او يا د واکسين په تزريق سره اوس په نړۍ کې لږترلږه ٪ ۹۰ نفوس د کوويد-۱۹ معافيت توان لري. د دغه سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم د ډسمبر په ۲ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، موږ د کرونا وبا د بېړنۍ مودې ختمېدو اعلان شېبې ته ډېر نږدې شوي يوو، خو لا رسېدلي نه یوو، د ويروس د څارنې، تیسټ، څېړنې او د واکسين تطبيق په برخو کې هم ډېر کارونه پاتې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو تخنيکي مسئولې ماريا وان کيرخوف وويل، د تېرې اوونۍ په بهیر کې په نړۍ کې تر دوو ميليونو او ۵۰۰ زرو زیاتې نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، دغه راز له ۶۰ کلنۍ پورته کسانو، هغو کسانو چې د معافيت يې کمزوری دی او له ناروغانو سره نږدې تماس لرونکو طبي کارکوونکو ته د واکسين د تطبيق کچه ٪ ۱۰۰ ته نه ده رسېدلې او د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه دې ورته پاملرنه وکړي.