پيسکوف: روسيه د خپلو صادرېدونکو نفتو پر بيې د لوېديځ محدوديت نه مني
CMG2022/12/04 13:34:06
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د ډسمبر په ۳ مه نېټه وويل، روسيه د خپلو صادرېدونکو نفتو پر بيې د لوېديځ محدوديت نه مني او کريمرين ماڼۍ اوس اوړند وضعيت ارزوي او د دې محدوديت په غبرګون کې به ځوابي اقدامات غوره کړي.

پولنډ د ډسمبر په ۲ مه نېټه د روسيې د صادرېدونکو نفتو د بيې د محدودولو پلان منظور کړ او په دې سره د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه پر دې پلان هوکړې ته ورسېدل.

د دغې پرېکړې له مخې، که د روسيې د هر بېلر نفتو بيه له ۶۰ امريکايي ډالرو زیاته شي، نو د دغو نفتو لېږد رالېږد ته به د بيمې او پولي خدمتونو برابرول منع وي.