د افغانستان پخوانی ولسمشر او اوسنی دفاع وزیر په جلا سفرونو عربي متحده اماراتو ته لاړل
CMG2022/12/04 12:29:46
شريکول:

افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په جلا جلا توګه د ډسمبر په درېیمه له کابله عربي متحده اماراتو ته لاړل.

ټاکل شوې حامد کرزی به په عربي متحده اماراتو کې درې ورځې تم شي او وروسته به جرمني ته لاړ شي.

واک ته د افغانستان له سرپرست حکومت له رسېدو وروسته بهر ته د حامد کرزي دا لومړی سفر دی.

دا په د اسې حال کې ده چې په همدې  ورځ د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد هم د يوه پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته لاړ او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له مشرانو سره وګوري.