۴۷ پروژې د ملګرو ملتونو د غيرمادي کلتوري ميراثونو په لیست کې شامل شوې
CMG2022/12/04 11:23:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان يا يونيسکو د غير مادي کلتوري ميراثونو د ساتلو په اړه د حکومتونو ترمنځ هماهنګۍ کمېټې ۱۷ مه غونډه د ډسمبر په درېيمه نېټه د مراکش په پلازمينه رباط کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې ۴۷ پروژې  د ملګرو ملتونو د غيرمادي کلتوري ميراثونو په لیست کې اضافه شوي چې پکې د اهلت په نوم د ترکيې د ډبرو د حکاکۍ ځانګړی تخنيک، د ويتنام د جان قوم د کلالۍ د جوړولو تخنیک، د چين د چای جوړولو تخنيک، د کمبوډيا لرغونۍ وو شو لوبه، د فرانسې  اوږده وچه ډوډۍ او د الجزاير قومي سندرې هم پکې شاملې دي.

يونيسکو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې د روان کال په ليست کې ۱/۳ پروژې  د طبيعت او بيولوژيکي تنوع له ساتلو سره تړاو لري او له دې څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه دې په هر صورت کې چاپيريال ساتنې ته لومړيتوب ورکړي.