د یونيسکو په مقر کې د چيني فلمونو فيستيوال جوړ شو
CMG2022/12/04 11:22:23
شريکول:

د ډسمبر په درېيمه نېټه د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان يا يونيسکو په مقر کې د چيني فلمونو فيستيوال جوړ شو او پکې ۵۰ هغه فلمونه نندارې ته وړاندې شول چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفهوم پکې معرفي شوی او د چيني شکله عصري کېدو کيسې پکې ويل شوې دي.

دغه فیستيوال د چين مېډيا ګروپ او په يونيسکو کې د چين دايمي پلاوي لخوا جوړ شوی او په يونيسکو کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، ډيپلوماتانو او د فرانسې د بېلابېلو ټولنو د استازو په ګډون څه باندې ۴۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.

د چين مېډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ دغه فیستيوال ته په وینا کې وويل، د چین د دولت رئيس شي جین پينګ په ۲۰۱۴م کال کې د يونيسکو په مقر کې د خپلې وينا پر مهال وويل، موږ دې له مختلفو تمدنونو څخه زده کړه وکړو او له دې لارې دې خلکو ته د روحيه ورکړو او د انسانانو پر وړاندې د بېلابېلو ننګونو د لرې کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړو. متقابل باور، يووالی، سوله او پرمختګ د نړيوالو ګډې هيلې دي او د چيني فلمونو فيستيوال اصلي مقصد هم دی.