داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت ومانه
CMG2022/12/04 16:13:55
شريکول:

د فرانسې د ای ايف پي خبري اژانس د دسمبر په ۳مه خبر ورکړی، چې داعش ادعا کړې، چې په افغانستان کې د پاکستان پر سفارت بريد دوی کړی.

د دسمبر په ۲مه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد وشو، چې له امله يې د سفارت يو ساتونکی سخت ټپي شو.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه بريد هدف د دغه سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان و او هغه خوندي دی.