درې چيني ستورمزلي نن ۶ مياشتنۍ فضايي دنده پای ته رسوي او ځمکنۍ کرې ته را ستنېږي
CMG2022/12/04 12:28:29
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړ، چې د دغه هېواد ستورمزلو په لومړي ځل په فضايي مدار کې د فضايي ستېشن کيلي وسپارله او يوه ډله به يې نن په شنجو ۱۴ م نمبرفضايي بېړۍ کې بېرته ځمکنۍ کرې ته راستنه شي. اوسمهال د چين فضايی کارکوونکي په دونګ فنګ ميدان کې د دغې درې کسیزې علمي تحقیقاتي ټيم د هرکلي په چمتو کولو بوخت دي.

د چين د ستورمزلو د روزونکو په وينا، د دې ټيم  درې ستورمزلي په فضا کې شپږ مياشتې پاتې شوي او دا د هغوی د بدن لپاره اسانه کار نه دی، هغوی به ځمکې کرې ته له ستنېدو وروسته د بدن او روغتيا د تنظيم او بيا قوي کېدو په موخه د ۶ میاشتو ځانګړی ورزش وکړي او وروسته به عادي روزنه پيل کړي.