اوپېک پلس: د نفتو تولیدي اندازه به بدله نه کړي
CMG2022/12/05 10:57:08
شريکول:

د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) او د غیر اوپیک د نفتو توليدونکو هېوادونو لخوا جوړ شوی سازمان اوپېک پلس (OPEC+) د ډسمبر په څلورمې نېټې د بهرنيو چارو وزيرانو ۳۴مه غونډه  ترسره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د نفتو توليدي کچه به بدله نه کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د اوپیک غړو هېوادونو او د روسیې په ګډون د غیر اوپیک د نفتو تولیدونکو هېوادونو په تېر اکتوبر کې د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې موافقه وکړه، چې له نومبر څخه به د خامو نفتو میاشتنۍ تولیدي اندازه د تېر اګست په پرتله په اوسط ډول هره ورځ دوه میلیونه بېلرونه راټیټه کړي.