د اوو هېوادونو ډلې(جي ۷) او استراليا څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې له اروپايي ټولنې سره به يو ځای د روسيې د هر بېلر نفتو بيه له ۶۰ امريکايي ډالرو ټیټ محدود کړي او دغه پرېکړه ښايي د ډسمبر له ۵مې نېټې څخه نافذه کړي.
د روسيې د ولسمشر مطبوعتي سکرتر دميټري پيسکوف د جي ۷ او استراليا د يادې پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې روسيې ته د دوی دا پرېکړه د منلو نه ده او له ارزونې وروسته به ځواب ورکړي.
نوموړي ويلي، چې روسیه به د خپلو نفتو لپاره بازار او پېردونکي ومومي.
د روسيې دوما ( ولسي جرګې) د نړيوالو چارو د کمېټې مشر لېونيډ سلوتسکي خبري رسنيو ته ويلي، که اروپايي ټولنه د روسيې د نفتو پر بيې محدود کړي، نو په کور دننه به د خپلې انرژۍ پر امنيت ګواښ کړي.
(مينه)