سږ کال د چین له يي وو ښاره اروپا ته د تلونکو اورګاډیو شمېر له ۱۵۰۰ واوښت
CMG2022/12/05 10:53:22
شريکول:

يو باروړونکی اورګاډی، چې سل کانټينرونه پکې بار دي، د ډسمبر په ۴مې نېټې د چين له يي وو ښار څخه د اروپا په لوري وخوځېد او د داخلي مغولیستان د عر لیان هاو تې بندر له لارې به د روسیې پلازمینې مسکو ته ورسېږي.

دا د روان کال په درشل کې ۱۵۰۶م اورګاډی دی، چې د چين له يي وو ښاره د اروپا په لوري حرکت کوي او دغه شمېر په وار سره په ۲۰۱۹م کال او ۲۰۲۱م کال کې له ۵ سوو او یو زر څخه اوښتی، او سږ کال بیا ستر پرمختګ يې موندلی دی.

 د مالوماتو له مخې، باروړونکو اورګاډو د روان ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر ۴مې نېټې پورې د چين له يي وو ښار څخه اروپا ته ۱۲۴ زره معیاري کانټینرونه ليږدولي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي او په عین وخت کې د هغو اورګاډو شمېر، چې له اروپا يې چين ته توکي ليږدولي، په سلو کې ۱۳۵ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د يي وو ښار د ګمرکي ادارې شمېرې ښيي، چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې، د يي وو ـ اروپا په اورګاډیو کې د توکو د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۸ میلیارډه او۶۳۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی دی. 

(هیله)