د چين د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د بېجینګ په وخت د ډسمبر په ۴مې نېټې د شپې په ۸بجو او ۹ دقیقو ځمکې ته په بریالیتوب راښکته شوې ده.
طبي کارکوونکو د يادې فضايي بېړۍ د ۳ تنو ستورمزلو (چن دونګ، لیو یانګ او څای شو جه) روغتيايي حالات د ډاډ وړ بللي دي.
يادو ستورمزلو په فضا کې خپلې دندې په برياليتوب ترسره کړې دي.
(هیله)