توده مېلمه‌پالنه د امريکا او اروپا ترمنځ د اړيکو درز نه شي پټولی
CMG2022/12/05 15:05:52
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د ډسمبر په ۲مه نېټه امريکا ته خپل ۳ ورځنی سفر پای ته ورساوه. د امريکا د انفلاسيون د ټيټوالي له لايحې څخه د اروپايي تصدیو د خوندیتوب لپاره «منځګړيتوب» د ماکرون د دغه سفر عمده موخه ده، خو نوموړی بې له کومې پایلې بېرته اروپا ته راګرځېدلی.

امريکا د فرانسې يانې خپلې زړې ملګرې د ښه راغلاست لپاره ډېرې ظاهري هڅې کړې، چې د سپينې ماڼۍ په پرتله لا لوکس ((‌ بلاير هاوس )) يې د ماکرون او د ده د مېلمه پالنې هوټل په توګه ټاکلی، په مېلمستيا کې يې قيمتي خوراکي مواد برابر کړي او د نوموړي د سفر لپاره يې د سياسي، اقتصادي، ټکنالوژيکي او کلتوري برخو ډېر فعاليتونه ځای پر ځای کړي. خو درنه مېلمستيا او د مشرانو ترمنځ تود روغبړ د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف او توپير نه شي له منځه وړلی.

همدارنګه د فرانسې د ګټو ساتنه له امريکا څخه د ماکرون د دغې رسمي ليدنې اصلي موخه ده. د امريکا ولسمشر جو بايډن د سږ کال په اګست کې د انفلاسيون د ټيټوالي لايحه لاسليک کړه، چې له مخې يې د امريکا په دننه کور کې د برېښنايي موټرو او د زرغون پرمختګ د نورو تخنيکونو د تطبيق او توليد د هڅولو لپاره د لوړو پولي مرستو په شمول د تشويق ډېر تدبيرونه غوره شوي. اروپايي هېوادونو د امريکا د دغې لايحې په اړه ډېره ناخوښي ښودلې او دوی په دې نظر دي، چې دغه لايحه د سوداګرۍ ساتونکې تګلاره ښکاري او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه ده او د دې لايحې له امله به د اروپا صنعتي توليد کمزوری شي او اروپايي تصدۍ به امريکا ته د خپلو توليدي ځنځيرونو په انتقال مجبوره شي‌.

ماکرون امريکا ته د خپل سفر له پيل نه څو ورځې مخکې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د زياتو اروپايي تصديو د خاوندانو مېلمستيا وکړه او پکې يې د دوی د قانع کولو لپار هڅه وکړه، چې په اروپا کې خپلې توليدي کرښې جاري وساتي. فرانسوي او اروپايي رسنيو له ماکرون څخه هيله وښودله، چې په دغه سفر کې به د امريکا له لايحې څخه د اروپايي تصديو د خوندیتوب حق رامنځته کړي.

ماکرون امريکا ته له رسېدو سره سم په لومړۍ ورځ د امريکا د انفلاسيون د ټيټوالي لايحه وغندله او ويې ويل، چې دغه لايحه پر اروپايي تصديو يرغل دی او له امله يې د فرانسې او اروپا ډېرې کاري دندې د ويجاړېدو له خطر سره مخ دي، دغه لايحه غواړي د اروپايي ګټو د زيانمنولو په بيه د امريکا مسئلې حل کړي. نوموړي زياته کړه، فرانسه هيله لري، چې امريکا د يوې ښې ملګرې په توګه د فرانسې درناوی وکړي او د اتلانتيک دواړه غاړې بايد خپلمنځي اقتصادي همغږي پياوړې کړي.

 جو بايډن د ماکرون د غوښتنې پر وړاندې وويل، چې امريکا له اروپا څخه د بښنې غوښتلو ته اړتيا نه لري، خو لږ څه وړوکی بدلون راوستلی شي. مګر نوموړي د مشخص تدبير په اړه هېڅ نه دي ويلي.

د جرمني رسنۍ دې ته په اشارې سره ويلي، چې اروپايان بايد دې ته بيدار واوسي، چې امريکا په خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې تل خپل ځان ته لومړيتوب ورکوي.

اروپا د يادې مسئلې په اړه ډېرې تجربې درلودلې. اروپا د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې د امريکا په شمول پر روسيې د څو پړاوونو بنديزونه لګولي او له امله يې د انرژۍ له سخت بحران سره مخه ده. امريکا، چې خپل ځان ته يې د اروپايي ملګرې نوم ورکړی، له بدبختۍ څخه ناوړه استفاده کړې او زيانونه يې ورته اړولي دي. اوسمهال اروپايي ټولنه په داسې لوړه بيه له امريکا څخه مايع طبيعي ګاز اخلي، چې بيه يې د امريکا د کور دننه له ۴ چندو سره برابره ده.

 سربېره پر دې، د اروپا صنعتي چارې، کاري دندې او پانګې امريکا ته د اړولو په حال کې دي.

د جو بايډن حکومت د فرانسې د تسکين کولو خپلولو لپاره د ماکرون په دغه سفر کې د نوموړي د مېلمه پالنې لپاره ۵ لکه امريکايي ډالره لګولي، ځکه امريکا اړتيا لري، چې اروپا د روسيې او اوکراين په مسئلو کې له دغه هېواد سره همغږي وکړي او د چين ضد سيالۍ کې له امريکا سره یو لاس شي.

توده مېلمه پالنه د امريکا او اروپا ترمنځ د اړيکو درز نه شي پټولی او داسې حقيقت يې نه شي ردولی، چې اروپا د امريکا لپاره يوه رښتينې ملګرې نه ده، بلکې د خپلو ګټو په بيه د امريکايي بادارۍ او ګټو د ساتونکي رول لري.