د اسرائيل دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې جنګي الوتکو يې د ډسمبر د ۴مې نېټې په سهار په غزه کې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر موخو بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو دا بريدونه د حماس د راکټي بريدونو په غبرګون کې کړې دي.
فلسطيني رسنيو خبر ورکړی، چې د اسرائيلي ځواکونو په دغو هوايي بريدونو کې ملکي تاسيسات زيانمن شوي، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
(مينه)