د اندونیزیا سیميرو اورغورځوونکي غره چاودنه کړې
CMG2022/12/05 12:06:50
شريکول:

د اندونیزیا د جاوا ټاپوپه ختیځ کې سيميرواورغورځوونکي غره د ډسبمر په ۴مې نېټې چاودنه کړې او  سخت اتشفشان يې رامنځته کړی دی.

د اندونيزيا حکومت د ياد غره شاوخوا سيمې کې د خطر کچه لوړه ښودلې ده.

پر خواله رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کيږي، چې له اورشيندونکو غرونو څخه خړ لوګي او اېرې اسمان ته پورته کيږي او شاوخوا کلي يې هم پرې پوښلي دي.

اندونیزیا د ارام سمندر د اورغورځوونکو غرونو په کمربند کې موقعیت لري، چې زياتره وخت پکې زلزلې رامنځته کيږي او غرونه يې اورونه شيندي.

جغرافيايي مالومات ښيي، چې په اندونيزيا کې شاوخوا ۱۳۰ فعال اورغورځوونکي غرونه شتون لري.