اولمپيک نړيوال کميټې د ډسمبر په ۵مې نېټې اجرائيوي غونډه تر سره کړې او د ۲۰۲۶م کال د ډاکار د ځوانانو اولمپيک لوبو د پېل نېټه يې اعلان کړې ده.
يادې کمېټې ويلي، چې د ډاکار د ځوانانو المپیک لوبې به د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه پیل شي او د همدې کال د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د ډاکار د ځوانانو اولمپيک لوبې به د افريقا په لويې وچې کې ترسره شي او دا به په دغې لويې وچې کې لومړنۍ اولمپيک لوبې وي.
(ژباړه: شکريه)