اروپايي ټولنې، جي ۷ صنعتي هیوادونو او استرالیا د ډسمبر په ۵مې نېټې د روسیې د صادروونکو تېلو پر بيو د لګيدلي محدوديت پرېکړې ته د عمل جامه اچولې ده.
د يادې پرېکړې په پلې کېدو سره، په نړيوال بازار کې د تېلو بيې هم لوړې شوي او د برینټ خامو تېلو او د لوېدیځ ټیکساس منځني خامو تېلو بيې دوه سلنه لوړې شوې دي.
په نړيوال بازار کې د برینټ خامو تېلو بیه ۲.۶ سلنه لوړه شوې او په هر بېلر کې يې 87.81 ډالره زياتوالی راغلی او د لوېدیځ ټیکساس منځني خامو تېلو بيه بیا ۲.۸ سلنه لوړه شوې او هر بېلر يې 82.25 ډالره قیمته شوی دی.
کارپوهان پر دې اند دي، چې د يادو هېوادونو ياده پرېکړه به نړيوال بازار له ناڅرګندې پېچلتيا سره مخ کړي او په نړۍ کې د تېلو د بیو د لوړېدو احتمال به نور هم زيات کړي.
ځيني شنونکي پر دې باور دي، چې د اروپايي ټولنې دغه کړنه به په خپل کور دننه د انرژۍ امنيت وګواښي.