د چين پخوانی دولت رئيس جیانګ ځه مين د نومبر په ۳۰ مه نېټه د ۹۶ کالو په عمر ومړ او نن د ډسمبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د نوموړي په یاد غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پېل کې ټولو ګډونوالو د جيانګ څه مين پر مړينې د ماتم په مناسبت ۳ دقیقې چوپتيا وکړه.
په دغې يادغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته يې د نوموړي د شخصیت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.