د امريکا " هیل" ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شمالي کارولينا ايالت کې ۳۳ زرو کسانو د ډسمبر تر ۵مې نېټې پورې برېښنا ته لاسرسی نه درلود او ورځنۍ برېښنايي چارې يې په ټپه ولاړې وې.
راپور وايي، چې په دغه ايالت کې د برېښنا سب سټېشن خراب شوی او ځايي خلک يې ښايي د روانې مياشتې تر ۸مې نېټې پورې برېښنا ونه لري.
راپور د سيمه ييزو چارواکو په قول ويلي، چې په شمالي کارولينا ايالت کې دوه سب سټيشنونه تخريب شوي او تر اوسه یې لامل نه دی مالوم شوی، خو د راپور په ټکو، د امريکې د تحقیقاتو فډرالي ادارې يې په اړه پلټنې پېل کړې دي.
(ژباړه: شکريه)