د بلخ په مرکز مزار شریف کې نن د ډسمبر د ۶مې نېټې په سهار پر يوه بس چاودنه شوې، چې له امله يې ۷ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري رسنيو ته ويلي، چې ياده چاودنه د مزار شریف ښار د ۳مې ناحيې په سیدا اباد سیمې کې پر هغه بس شوې، چې د حیراتان د نفتي موادو کارکوونکي يې ليږدول.
د پېښې مسوليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی.