چين د سمندري سفرونو د ازادۍ په پلمه له هر ډول تحريک کوونکو کړنو سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2022/12/06 12:35:46
شريکول:

د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې ميلاني جولي په دې وروستيو کې ويلي، چې هېواد به یې تايوان تنګي ته نورې زياتې پوځي بېړۍ وليږدوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۵مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د ميلاني جولي د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې چين څو څو ځلې نړيوالو ته د تايوان تنګي په اړه خپل ملي حاکميت او اړوند حقونه بيان کړي دي.

نوموړې په ټينګار ويلي، چې چين د نړيوالو قوانينو له مخې د بېلا بېلو هېوادونو د سمندري سفرونو د حقونو درناوی کوي، خو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د سمندري سفرونو د ازادۍ په پلمه د چين ملي حاکميت او امنيت ګواښي او تحريکوونکې کړنې ترسره کوي.