تهران: امريکا بايد د ايران د اټومي تړون د رکود مسئوليت پر غاړه واخلي
CMG2022/12/06 12:34:54
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د ډسمبر په ۵مې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د امريکا ځينې کړنې د ايران د اټومي تړون د رکود عمده لامل ګرځيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې د امريکې ګفتار له کردار سره منطبق نه دی او غير مسئولانه يې بللی دی او د ده په ټکو،  واشنګټن بايد د اوسني وضعيت مسئوليت پر غاړه واخلي.

کنعاني ويلي، چې امريکا د ايران د اټومي تړون په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، بلکې ځينې کړنې يې د دې تړون د رکود سبب ګرځيدلې دي.

امريکا وايي، چې د پېچليو نړيوالو مسئلو د حل په چارو کې څواړخيز پلان کاروي، خو د کنعاني په وينا، د امريکې کړنو اوس د نړيوالې ټولنې شکونه راپورته کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې ايران د اټومي تړون د بيا اعاده کېدو د خبرو اترو په تړاو څرګند دريځ لري او هيڅکله به فشار او ګواښ ته غاړه کېنږدي.

کنعاني په ټينګار ويلي، چې ايران ته داسې وضعيت د منلو وړ نه دی، چې بېلا بېلې خواوې پر اټومي تړون لنډمهالې خبرې وکړي او اړوند تړون لاسليک کړي، خو وروسته یې بیا يوه خوا بیه ورکړي.