بېجينګ: امريکا نور هېوادونه مجبوروي، چې د چیني شرکتونو تجهیزات ونه کاروي
CMG2022/12/06 12:49:03
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وزیرې شېرمن او د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې سرمنشي سانينو د ډسمبر په ۲مې نېټې د چين په اړه د امريکا او اروپا د لوړې کچې ډيالوګ څلورم پړاو تر سره کړی او د ملګرو ملتونو د منشور تر چتر لاندې يې د ګډو ګټو پر ساتنې ټينګار کړی دی.

دواړو خواوو پر چين د((اقتصادي جبر)) تورونه لګولي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې او بې اساسه پړې يې پر وراچولې دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۵مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د امريکا او اروپايي ټولنې د يادو چارواکو د خبرو او کړنو په اړه وويل، چې چين په خپلو کورنيو چارو کې د امريکا او اروپا له لاسوهنې او بې بنسټه تورونو سره ټينګ مخالفت کوي.

ماو نينګ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې امريکا په ښکاره نور هېوادونه مجبوروي، چې د چيني شرکتونو له تجهيزاتو کار وا نخلي او له چين سره همکارۍ غوڅې کړي.

نوموړې د امريکې دا کړنه رښتينی اقتصادي جبر وباله او ويې ويل، چې امريکا (( د چيپ او ساينس قانون)) نافذ کړی، له خپلو متحدینو سره یې يو ځای د چین پر وړاندې اقتصادي ځورونې پېل کړي او صنعتي ځنځیرونه يې مات کړي دي، چې دا په حقیقت کې لوی اقتصادي جبر دی.

نوموړې زياته کړه، چې امريکا اوس اروپایي شرکتونه د (( انفلاسيون د کمولو لايحې)) د کارولو په پلمه مجبوروي، چې خپلې توليدي کرښې امريکې ته وليږدوي، چې دا يې هم يو اقتصادي جبر وباله.

 اغلې ماو نينګ وويل، چې چين د نړيوالې ټولنې د مسؤلانه غړي په توګه تل د نړيوالې سولې جوړونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی پاتې شوی او ټولې نړۍ دا څرګند حقيقت درک کړی دی.

 (ژباړه: شکريه)