په ډېری هېوادونو کې د امریکا له نظامي اډو څخه پېښېدونکي ګواښونه
CMG2022/12/06 15:22:42
شريکول:

  څه موده مخکې د امریکا پنتاګون د سږ کال د چين د نظامي او امنيتي چارو د پرمختګ په تړاو راپور خپور کړ. امريکا په دغه راپور کې د چين پر وړاندې بدناموونکی دريځ غوره کړی او بې بنسټه یې د چين د نظامي ګواښونو په اړه نظر  پراخ کړی. د امريکا پنتاګون دا نظر ليکلی، چې تر ۲۰۴۹م کال پورې به په بهر کې د چين د نظامي اډو شمېر ۱۵ اډو ته ورسېږي. چيني پوځ په بهر کې خپل نظامي فعاليتونه پراخوي او بايد په پراخو سيمو کې د چين له قوي کېدونکې نظامي اغېزې څخه خبر او ورته ځیر و. دا د امريکا د اصلي شکل يوه نمونوي څرګندونه ده، چې” يوازې ځان ته اجازه ورکوي، خو نور هېچا ته اجازه نه شته“.

امريکا له چين څخه د ګواښونو نظريې خپروي، خو په دې ترڅ کې په بهر کې د خپلو سلګونو نظامي اډو په هکله هېڅ يادونه نه کوي. خو په حقيقت کې د امريکا نظامي اډو لرونکو او منونکو هېوادونو او سیمو ته یې بېلابېل ګواښونه رسولي او رسوي يې. د امريکا د کوينسي د مسئولانه حکومتولۍ د څېړنې انسټيټيوټ شمېرنې خپرې کړې، چې د ۲۰۲۱م کال تر جولای پورې امريکا په ۸۰ هېوادونو او سيمو کې ۷۵۰ نظامي اډې جوړې کړې او حقیقي شمېر ښايي چې تر دې هم لوړ وي.

تش په نوم د خلکو امنيت ساتلو په نامه د دغو نظامي اډو شتون د دغو هېوادونو او سيمو خلکو ته خونديتوب او هوساینه نه دي رسولي، خو دغه نظامي اډو په پر له پسې ډول د ځايي اوسېدونکو له ګټو او حقونو څخه تېری کړی او ډېرې ناوړه مسئلې يې رامنځته کړې دي.

ومو لیدل چې امريکايي نظامي اډو څه چارې تر سره کړې دي؟ امريکا په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې له بګرام څخه تر کندهار پورې لږ تر لږه لس نظامي اډې درلودې، چې عموماً څه باندې اتيا زره امريکايي سرتېري په کې دېره و. دغه نظامي اډې د امريکا د جګړې مخکښ ځای و، له دغو نظامي اډو څخه مرش شوې الوتکې د افغانستان د ملکي وګړو پر کور او کار ځایونو باندې بریدونه وکړل او په ټوله کې له دغو جنګي الوتکو څخه د غورځېدونکو بمونو له امله لسګونو زرو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په څېړنو سره په ډاګه شوې چې په دغو نظامي اډو کې په پټه کېمياوي وسلې کارولې دي، چې په چارچاپېره کې خلک په عجيبې ناروغۍ اخته شوي او نباتات او حيوانات وده نه شي کولی. دا په حقيقت کې د امريکايي اډو د شتون په ځايونو کې د ملکي وګړو د ژوند امنيت ته سخت ګواښ ګڼل کېږي.

همدارنګه امريکا په سوريه کې څه باندې لس نظامي اډې لري. په سوريه کې د نفتو او طبيعي ګازو شتمنې سرچينې لري، خو نه شي کولی چې د دغو سرچينو له لارې خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکړي. خو په سوريه کې دېره امريکايي اډې له سوريې څخه د نفتو د استخراج او لېږلو اسانتياوې پيدا کړې دي. ډېری وخت د امريکا تېل وړونکي بار موټر بې شمېره ځلې له سوريې څخه د عراق په شمال کې خپلو نظامي اډو ته نفتي اکمالات کړي دي. دا څه دي؟ د امريکا د نظامي اډو لخوا جوړ شوي د نفتو د غلا کولو توليد ځنځير دی؟ دا په حقيقت کې د امريکا نظامي اډو مېشت ځايونو ته د انرژيو ګواښ دی.

د جاپان په وکيناوا کين ولسوالۍ کې د امريکا د نظامي اډو شمېر څه دپاسه څلوېښت ته رسيږي او په دغه ځای کې د امريکايي نظامي اډو شتون د ځايي اوسېدونکو لپاره یو سر خوږی دی. امريکايي پوځ له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د وکيناوا کين ټاپو يو په پنځمه برخه کې نظامي اډې جوړې کړې، چې زيات شمېر سرتېري او نظامي تاسيسات په کې مېشت دي. د امريکايي پوځ نظامي فعاليتونو کې بې شمېره امنيتي پېښې رامنځته شوې او د نظامي الوتکو سخت اواز د ځايي اوسېدونکو پر عادي ژوند سخته اغېزه کړې او کوي يې. په جاپان کې د امريکايي پوځ کړنې د دغه هېواد د قانون تر ادارې نه دی، نو د دغو امريکايي سرتېرو لخوا کله کله د لوټل کېدو، جنسي تېري او د ملکي وګړو د وژلو په شمول جرمونه رامنځته شوي. دا په حقيقت کې د امريکا نظامي اډو چاپېریال کې د اوسېدونکو عادي ژوند لپاره سخت ګواښ ګڼل کېږي.

امريکا تر ټولو د جګړو لېوالتيا لري، نو څنګه د نظامي اډو جوړولو له لارې د خلکو امنيت ساتي؟ امريکا د خپلو ستراتيژيکو ګټو له مخې په ډېرو هېوادونو او سيمو کې نظامي اډې جوړې کړې دي، چې يوازې د جګړو لپاره چټکې لارې پرانيستي او ځان ته لا زياتې ګټې رسوي، خو د ځايي اوسېدونکو لپاره خطرناک اقدام دی او له بشري حقونو څخه تېری کوي.