په نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۱ ميليونه، ۴۳۵ زره او ۸۸۴ ته رسيدلی
CMG2022/12/06 12:34:15
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۵مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۶ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۰۳ زره او ۶۸۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۴۱ ميليونه، ۴۳۵ زره او ۸۸۴ ته رسيدلی دی.

شمېرې ښيي، چې په همدې مودې کې د دغې وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۳۱۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۶۲۱ زره او ۶۰ ته رسيدلی دی.