د چین سفیر وانګ یو: په نوي پېر کې د چین او افغانستان د اړیکو راتلونکي ته سترګې په لار یو
CMG2022/12/06 15:18:16
شريکول:

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د دسمبر په ۴مه نېټه د (Heart of Asia) په ورځپاڼه کې (په نوي پير کې د چین او افغانستان د اړیکو راتلونکی ته سترګې په لار یو) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه.

سفیر وانګ یو په لیکنه کې لیکلي، چې د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د تېر نومبر په ۱۸مه نېټه د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان یانې ايپيک سازمان د مشرانو په ۲۹مه غیررسمي غونډه کې وویل، چې یوه سوله ییزه او ثابته  ګډه سمسوره، پاکه او ښکلې اسیا او ارام سمندر سیمه دې جوړه شي چې پکې یو د بل مرسته هم وشي.

د اسیا او ارام سمندر سیمې له ۳۰ کلونو راهیسې عموماً سوله او ثبات ساتلی او سیمه ييزې همکارۍ يې د پرمختګ او پياوړتیا په حال کې دي او د سیمې د هېوادونو اقتصادي ځواکونه ډېر پياوړي شوي دي.

د سفیر وانګ یو په لیکنه کې راغلي، د رئیس شي جین پينګ په خبرو کې وړاندیزونه د سیمې او نړیوالې ټولنې له ګډې هیلې سره سمون خوري. چین د اسیا او ارام سمندر سیمې د پرمختګ په بهیر کې رغنده رول لوبولی دی او بریالې تجربې يې نه یوازې د نړۍ د سولې او سمسورتیا لپاره حیاتي ځواک برابر کړی، بلکې د افغانستان په شمول له بېلابېلو هېوادونو سره د چین د دوستانه همکارۍ راتلونکي پلانونه يې هم ټاکلي دي.

سفیر وانګ یو په دغه لیکنه کې لیکلي:

«چین او افغانستان دې د سوله ييز پرمختګ لار غوره کړي».

د اسیا او ارام سمندر سیمه مخکې د جګړو له امله سخته ځپل شوې وه، د سولې په ټینګښت سره، دغه سیمه د پرمختګ فرصت ته لاسرسی درلود او په تېرو لسګونو کلونو کې يې ګړندی پرمختګ موندلی دی. افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې هم د جګړې او شخړې له امله سخت ویجاړ شوی او اوس د هېواد بیارغونه ډېره بېړنۍ چاره ګرځېدلې ده. چین تل د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او غواړي له افغانستان سره یو د بل مناسبو امنیتي ملاحظاتو ته پاملرنه وکړي او له ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه وشي. همدارنګه سفیر وانګ یو په لیکنه کې کاږي:

«چین او افغانستان دې پرانیستې او ټولشموله لار غوره کړي».

رئیس شي جین پينګ د ايپيک سازمان په هغه غونډه کې پر دې ټينګار کړی و، چې چین تل د ورخلاصون او پرانیستې تګلارې غوره کړي او غواړي له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د عمومي اقتصاد د تګلارو همغږي پياوړې کړي، د سیمې د تولید او عرضې نور نږدې ځنځيرونه جوړ کړي څو د سیمې ګډ پرمختګ عملي شي.

چین به په دوامداره توګه د یو کمربند او یوې لارې او د ګردې نړۍ پرمختګ وړاندیز په شمول نړیوال عامه تولیدات برابر کړي او د دایمي سولې او پرمختګ د عملي کولو لپاره به له افغانانو سره مرستې وکړي.

بلخوا په لیکنه کې سفیر وانګ يو زیاتوي:

«چین او افغانستان دې د ګډ برخلیک نظرونه غوره کړي».

چین او افغانستان د اسیا کورنۍ غړي دي او د امنیت ګډې ګټې لري. اوس د اسیا بېلابېل هېوادونه د کرونا وبا تر منفي اغېزې وروسته د بیارغونې په کلیدي پړاو کې دي. په عین وخت کې د مختلفو اقتصادونو پر وړاندې د عرضې ځنځیر د بې ثباتۍ، د غلودانو او انرژۍ سرچينې د کمښت او د پيسو پړسوب فشارونو د زیاتېدو په شمول له یو لړ ستونزو سره مخ دي. نو چین او افغانستان هم باید خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، یو له بل ملاتړ او مرستې دې وکړي.

په دغه لیکنه کې بیا راغلی، چین به د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظر په ټینګولو سره له افغانستان سره دوستانه اړیکې پراخې کړي او خپلمنځي همکارۍ به وهڅوي. د چین او افغانستان د ګډ برخلیک ټولنه به د دواړو لوریو په هڅو سره غوره جوړه شي.