چين په نړيوالو بشري ژغورونکو کارونو کې د ملګر ملتونو د تنظيم او همغږۍ رول څخه ملاتړ کوي
CMG2022/12/07 11:48:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د ډسمبر په ۶مې نېټې د ملګرو ملتونو په ۷۷مې عمومي ‌اسمبلۍ کې”په بشري چارو او د طبيعي پېښو ژغورونکو کارونو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ پياوړتيا“ په عنوان وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چين نړيوالو بشري چارو ته په درنه سترګه ګوري او پکې فعال ګډون لري او په نړيوالو بشري ژغورونکو کارونو کې د ملګرو ملتونو د تنظيم او همغږۍ له رول ملاتړ کوي.

 ګنګ شوانګ ويلي، چې پرمختللي هېوادونه دې له مخ پر ودې هېوادونو سره د مرستو کچې زياتې کړي او د ناورينونو د مخنيوي او کمولو په برخو کې دې د پرمختيايي هېوادونو وړتياوې لوړې او پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، چې پرمختللي هېوادونه بايد د اقليمي بدلون په برخه کې خپل تاريخې مسؤليتونه پر غاړه واخلي او مخ پر ودې هېوادونو سره بايد د ۱۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د کلنۍ مرستو کړې ژمنې ژر پوره کړي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې ملګرو ملتونو په دې وروستو کې (( په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ عمومي بشري حالت)) په نوم راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د نړيوالو بشري چارو بشپړېدل لا هم نږدې ۲۷ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري او ځينو هېوادونو، چې پر وړاندې يې سخت بشري بحرانونه پراته دي، کافي مرستې نه دي تر لاسه کړي.

ګنګ شوانګ پر مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی، چې د بشري ناورينونو پر وړاندې دې مناسب غبرګونونه وښيي اود مرستې کچې دې لوړې کړي.

نوموړي ويلي، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په څو اړخيزو او دوه اړخيزو بشري ژغورونکو چارو کې فعال ګډون وکړي او له اړمنو هېوادونو سره به تر خپلې وسې مرستې وکړي.