شي جين پینګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د يوې غونډې مشري وکړه
CMG2022/12/07 15:30:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د ډسمبر په شپږمې نېټې يوه غونډه ترسره کړې او عمومي منشي شي جين پينګ يې مشري کړې ده.

د غونډې ګډونوالو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د ډسپلين څارکمیټې او د دولتي څار کمیټې کاري راپورونه واوريدل او د ګوندي سپيڅلتيا او د فساد ضد مبارزې چارې يې تنظيم کړې.

د غونډې ګډونوال روان کال د ګوند او دولت د چارو تاريخ کې يو مهم کال بللی او پر دې اند دي، چې د رئيس شي جين پينګ د لارښوونو تر چتر لاندې د چين د کمونېست ګوند غړو او د بېلا بېلو قومي وګړو د پيچلو نړيوالو حالاتو او د داخلي اصلاحاتو او پرمختګ او ثبات د ساتلو او د درنو دندو پر وړاندې له ستونزو څخه ويره نه ده کړې او د عمومي اقتصاد د کنټرول لپاره يې هڅې کړي، پرمختيايي کيفيت يې ثابت لوړ ساتلی، په علمي او تخنيکي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، اصلاحات او ورخلاصون يې لا پراخ کړي، د استخدام او د محصولاتو بيې يې نسبتأ ثابتې ساتلي او د غلو دانو او د انرژيو خونديتوب او د خلکو ژوند يې تضمين کړی او اقتصادي او ټولنيز حالات يې ثابت ساتلي دي.

غونډې کې پر دې ټينګار شوی، چې راتلونکی ۲۰۲۳م کال به د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د پلې کولو لومړی کال وي او ټولې ادارې بايد په راتلونکي کال کې اقتصادي کارونه ښه تر سره کړي، په نوې زمانې کې د شي جين پينګ د چيني خصوصيت لرونکو سوسياليستي  افکارو له مخې باید د ياد ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه پلې کړي، د چين شکله عصري کېدو لپاره بايد هڅې وکړي او د پرمختګ د موندلو د اصولو له مخې باید په سمه او هر اړخيزه توګه نوي پرمختيایي افکار غوره کړي او د دې ترڅنګ بايد نوی پرمختيايي جوړښت اباد کړي او د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره باید هلې ځلې وکړي او  د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تر څنګ باید اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هم همغږی او د پرمختګ په عين وخت کې باید امنيت ساتنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

سربېره پردې ټولې ادارې بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون د هر اړخيز پراخوالي، د بازاري باور د لا ټينګېدو او د اقتصادي ننګونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو د هېواد اقتصاد  باکيفيته پرمختګ ومومي او سوسياليستي عصري هېواد د هر اړخيزې ابادۍ لپاره ښه اقدامات پورته کړي.

د غونډې ګډونوالو موفقه کړې، چې د راتلونکي کال د جنورۍ له نهمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د څار شلم کميسون دوهمه عمومي غونډه تر سره کړي.