د کوپ۱۵ دوهم پړاو په کاناډا کې تر سره کيږي
CMG2022/12/07 10:47:52
شريکول:

 ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې غونډې (COP15)  دوهم پړاو د ډسمبر په ۷مه نېټه د کاناډا په مونتريل کې پرانيستل شي. 

د کوپ ۱۵ (( COP15)) رئيس او د چین د بيولوژيکي چاپېريال وزير هوانګ ژون چيو، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش، د کاناډا صدراعظم جستين تروديو د ډسمبر په ۶مې نېټې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د هرکلي ويناوې کړي او وروسته يې يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.

هوانګ ژون چيو په دغې ناستې کې ويلي، چې چين به د کوپ ۱۵ (COP15) د رئيسه هېواد په توګه بېلا بېلې خواوې موافقې ته وهڅوي او د کوپ ۱۵ په دوهم پړاو کې به (( له ۲۰۲۰م کال وروسته د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ )) د تصويب لپاره کوښښونه وکړي، څو د ټولې نړۍ د ګډ ژوند ټولنه او له هر ډول ژويو او نباتاتو څخه يوه ډکه او ښکلې نړۍ اباده شي.

د مالوماتو له مخې، د کوپ ۱۵ د دوهم پړاو منځپانګه به (( ايکولوژيکي تمدن:د ځمکنۍ کرې د ګډو ژوند ټولنې ابادي )) ورټوله وي او  چين به د کوپ ۱۵ د رئيسه هېواد په توګه د ياد پړاو مشري وکړي او چارې به یې سمبال کړي.