چين فضا ته د کوايژو ـ ۲ وای راکېټ په برياليتوب وتوغاوه
CMG2022/12/07 16:24:38
شريکول:

چين د ډسمبر په ۷ مه نېټه د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې د جيو چوان د توغنديو توغولو له مرکز څخه د کوايژو ـ وای (Kuaizhou 11 Y-2) راکېټ فضا ته وتوغاوه او د وي ډي اي اېس (VDES) سپوږمکۍ يې په برياليتوب ټاکلي فضايي مدار ته ليږدولې ده.

وي ډي اي اېس (VDES) سپوږمکۍ د وي اېچ پي (VHP) ډېټاګانو د تبادلې سيسټم او د بېړيو د اوټوماتيکې پېژندنې(AIS) سيسټم لپاره د مخابراتو ازموينې او کليدي تخنيکونو د څېړلو او تائيدولو لپاره کارول کېږي او په سمندرونو کې پېښو ته د رسيدګۍ او امنيتي څارنې لپاره تضمين برابروي.