اروپایی چارواکو د امريکې د انفلاسیون کمولو قانون په اړه شکايتونه کړي
CMG2022/12/07 15:45:04
شريکول:

يو شمير اروپایي چارواکو د امريکا متحده ایالاتو «د انفلاسیون کمولو قانون»په اړه ناخوښي ښکاره کړې ده.

د جرمني رسنيو د ډسمبر په څلورمه نېټه خبر ورکړی، چې د اروپايي پارلمان د نړيوالې سوداګرۍ کميټې رئيس برنډ لانګ له اروپايي ټولنې څخه غوښتي، چې د امريکا « د انفلاسیون  کمولو قانون» پر وړاندې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته شکايت وکړي.

برنډ لانګ ویلي، چې د امريکې د ياد قانون محتويات د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې دي او باور یې ښودلی، چې د اروپایي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې نشي کولی دغه کړکېچ ته د حل لاره پيدا کړي.

د اروپایي شورا مشر چارليس ميشل له ايټاليايي رسنيو په مرکې کې ويلې، چې امريکا د انرژۍ صادروونکی هېواد دی او د طبيعي ګازو او تېلو د بيو له لوړېدو څخه غوړه ګټه پورته کولی شي، خو اروپايي ټولنه به يې دروند قیمت پرې کړي.

 د جرمنۍ د ماليې وزير کريستيان ليندنر د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د اروپا او امريکا ترمنځ د احتمالي سوداګريزې جګړې اخطار ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا د جرمنۍ ارزښتناکه ملګرې ده، خو واشنګټن په ورته وخت کې د پروټيکشنيزم اقتصادي سیاست پر مخ وړي او خپلې ګټې لټوي.