نن په ټول افغانستان کې له هغو نجونو ازموینه اخیستل کېږي، چې سږ کال باید له دوولسم ټولګي فارغې وای.
CMG2022/12/07 16:47:34
شريکول:

نن په ټول افغانستان کې له هغو نجونو ازموینه اخیستل کېږي، چې سږ کال باید له دوولسم ټولګي فارغې وای. پوهنې وزارت وایي، د دغو زده کوونکو لپاره یې ټولټال ۱۴۰ پوښتنې برابرې کړې دي او په یوه ورځ به ترې ازموینه واخیستل شي.دا چې راتلونکی کال به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او که نه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.