د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د چين ـ لاوس اورګاډي پټلۍ پر پرانيستنې يو کال اوښتی او د پټلۍ په اوږدو کې ۲۴ مسافر وړونکي او بار وړونکي سټيشنونه جوړ شوي دي.
د ماو نينګ په وينا، د چين ـ لاوس اورګاډي پر پټلۍ تر اوسه ۸.۵ ميليونو مسافرو او ۱۱ اعشاريه ۲ مليونه ټنه مالونه لېږد رالېږد شوي دي.
ماو نينګ ويلي، چې د ډسمبر په ۳مې نېټې د چين ـ لاوس اورګاډي پټلۍ د پرانېستنې کال پوره شو او پر همدې نېټې په ميوو بار لومړی اورګاډی پر يادې پټلۍ تېر شو.
دغه راز د لاوس، تايلنډ او ميانمار په شمول د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د لوړ کیفیت زراعتي او خوراکي محصولات به په چټکۍ سره د چين ـ لاوس د اورګاډي پټلۍ له لارې چين ته ليږدول کيږي.