د COP15 دوهم پړاو به پرانیستل شي
CMG2022/12/07 15:04:09
شريکول:


د ملګرو ملتونو د بیلوژيکي تنوع تړون د لاسلیکوونکو ۱۵مې غونډې دوهم پړاو به د دسمبر په ۷مه نېټه د کاناډا په مونتریل ښار کې پرانیستل شي. چین به په دوامداره توګه د رییسه هېواد په توګه د دوهم پړاو مشري وکړي.

د COP15 لومړی پړاو د تېر کال په اکتوبر کې د چین په کون مینګ ښار کې ترسره شو او ګډونوالو د کون مینګ اعلامیې په لاسلیکولو سره په ګردې نړۍ کې د بیلوژیکی تنوع د ساتنې لپاره موافقې راټولې کړې او بنسټ يې ايښودلی دی. د ملګرو ملتونو د بیلوژيکي تنوع تړون اجرائیوي سکرټرې الیزابیتح مریمې وویل:

((د کون مینګ اعلامیه کې سیاسي غوښتنې، ژمنې او ټاکلي کړنې څرګندې شوې. ویل کېږي چې په لومړي پړاو کې تر لاسه شوي لاسته راړونې د اټکل په نسبت نورې هم زیاتې دي. تمه لرم چې لاسلیکوونکي د غونډې په دوهم پړاو کې خپلې ژمنې تازه کړي او د بیلوژيکي تنوع د ساتلو لپاره به عملي کړنې ترسره کړي. ))

چین د یادې غونډې په لومړي پړاو کې د سان جیانګ یوانګ، لویو پنداګانو او وو يي غره په شمول د لومړۍ ډلې دولتي پارکونو د جوړولو اعلان وکړ. له دې څخه ښکاري، چې د دولتي پارکونو جوړونې پروژه په چین کې ښه پلې شوې ده.

په چین کې د بنګله دېش سفیر محبوب زمان وویل:

((انسانان او طبیعت باید په هوسا چاپېریال کې ګډ ژوند وکړي. چین د دولتي پارکونو جوړونه چټکه کړې او اوج ته د کاربن د ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی کولو موخې يې وړاندې کړې. سربېره پر دې، چین د زرغون پرمختګ په برخه کې پر نړیوالې همکارۍ او د بریالیتوبونو شریکېدو ټینګار کوي. بنګله دېش له چین سره همکارۍ ته سترګې په لار دی. ))

تېر کال د چین د دولتي پارکونو جوړونې په کارونو کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه شوي دي. د سان جیانګ یوان دولتي پارک کې ایکولوژيکي چاپېریال ډېر ښه شوی او د بیلوژيکي تنوع حالت تر ډېرې اندازې پورې اعاده شوی دی. د دې پارک د ادارې مرستیال مشر سون لي جون وویل:

((اوس زموږ په پارک کې د واښه پوښلو اندازه ۶۷.۱۳ سلنې ته رسېدلی، د Tibetan Antelope تبتي انتيلوپ ګانو شمېر مخکې له ۲۰ زرو کم و، اوس ۷۰ زرو ته زیات شو. د حیواناتو شمېر پر زیاتېدو سربېره، د سیندونو او جهیلونو د اوبو ظرفیت نور هم زیات شوی.))

د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د بیلوژيکي تنوع تړون د لاسلیکوونکو ۱۵مې غونډې په دوهم پړاو کې یو مهم مقصد دا دی چې تر ۲۰۲۰م کال وروسته په ګردې نړۍ کې د بیولوژيکي تنوع چوکاټ وټاکل شي. په دغه چوکاټ کې داسې موخې ټاکل کېږي، چې په ګردې نړۍ کې د بیلوژیکي تنوع د له منځه وړلو حالت ورسره بدل شي، په هوساينه کې د انسانانو او طبیعت ګډ ژوند عملي شي او د ګردې نړۍ د موجودیت ګډه ټولنه جوړه شي. نړیواله ټولنه دغه چوکاټ ته سترګې په لار ده.

چین د COP15 د رئیسه هېواد په توګه به د دغه چوکاټ د تصويب لپاره تر وسې پورې هڅې وکړي. د چین د بیلوژيکي چاپېریال وزارت د نړیوالې همکارۍ ادارې مشرې جو ګوه مې وویل:((د کاري ګروپ تر ۴ دورو مشورو وروسته، اوس د یاد چوکاټ د تصويب کار فعال پرمختګ موندلی چې جوړښت او کلیدي محتویات يې په بنسټیزه توګه بشپړ شوي دي. که څه هم اوس په مشورو کې ډېرې ستونزې او اختلافات شته دي، خو بېلابېل لوري پر خبرو اترو او چین کافي باور څرګندوي. چین به هم د دې چوکاټ د تصويب لپاره د خبرو اترو بهیر پرمخ بوزي او د نړیوالې ټولنې پراخې ګډې نظریې به راټول کړي.))