په ریاض کې د چين او عربي هېوادونو د ۲۰۲۲م کال د رسنيو همکاريز فورم تر سره شو
CMG2022/12/07 15:31:34
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو د ۲۰۲۲م کال د رسنيو همکاريز فورم د ډسمبر په پنځمې نېټې د چين ميډيا ګروپ او د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت په کوربتوب د دې هېواد په پلازمينې رياض کې تر سره شو.

د چين او عربي هيوادونو د رسنيو سږنی فورم د نظر تبادلې د پياوړتيا او د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په عنوان ترسره شوی دی.  

په دغه فورم کې د چين او ۲۲ عربي هېوادونو د حکومتي چارواکو، د خبري رسنيو د استازو او کارپوهانو په شمول څه باندې ۱۵۰ مېلمنو په انلاين او حضوري ډول ګډون کړی و.

د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزير او د اطلاعاتو وزارت سرپرست وزير مجيد کاسبي ياد فورم ته  ويډيويي وينا کړې او ويلي يې دي، چې عربي هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې د ګډ پرمختګ د موندلو په پار چين د باور وړ همکار بولي او په تمه دي، چې دواړه خواوې د دغه فورم له لاې کلتوري او فرهنګي تبادلې پياوړې او د ولسونو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي او په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د دواړو خواوو خبري رسنۍ د دې فورم لاسته راوړنې وساتي او د دوه اړخيزو همکاريو په برخې کې ترې کار واخلي.

 د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شونګ ياد فورم ته په ويډيويي وينا کې ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس، چې څه موده دمخه پای ته ورسيده، د چين او نورو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکارۍ او د انسانانو ګډ ارزښتونه په خوځښت راوستلي دي.

د چين ميډيا ګروپ به له دغه فورم په استفادې، د عربي هېوادونو له بېلا بېلو ټولنو سره ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي، د نړيوال پرمختګ او امنيت وړاندیزونه به پلي کړي او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړیکو د نوي پرمختګ، په نوې زمانې کې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د پرمخبيولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د سمسورتيا لپاره به خدمتونه وکړي.