توماس باخ: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ښې خاطرې به تل په ياد ولرم
CMG2022/12/07 14:25:53
شريکول:

د اولمپيک نړيوال کمېسيون د ډسمبر په ۶مې نېټې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د همغږۍ کمېتې راپور خپور کړی دی.

په راپور کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د مشر توماس باخ په قول د بيجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو سترې لاسته راوړنې ستايل شوې دي.

توماس باخ ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو هغه ته خوږې خاطرې وربښلې دي.

 نوموړي ويلي، چې د اولمپيک نړيوال کمېسيون او د بيجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو تنظيمونکې کمېټې د بېجينګ ژمنيو لوبو په درشل کې ګډې همکارۍ کړي او د وبا د مخنيوي په شمول د ډېرو ستونزو په هواري کې يې همغږې چارې ترسره کړي او نړۍ ته يې بې سارې د المپيک ژمنۍ لوبې وړاندې کړې دي.

توماس باخ د بېجينګ اولمپيک لوبو له ټولو ګډونوالو او کارکوونکو مننه کړې او ويلي يې دي، چې هغه به د دغو لوبو خوږې خاطرې تل په ياد ولري.

 د بېجينګ اولمپيک ژمنيو په اړه د اولمپيک نړيوال کمېسيون د همغږۍ کمېټې مشر جوان انتونيو سامارانچ جونير ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د يخ او واورو سپورټي چارو پرمختګ، له لوبو وروسته د سټوډيومونو بيا کارولو، د کاربن کمولو او د اوبو د بيا کارولو په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري او د کرونا وبا له امله رامنځته شوې د لېرې واټن همکارۍ هم ارزښتناک تجربې راوړي.