سروې: په امريکا کې روان انفلاسيون له نيمايي زیات امريکايان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي
CMG2022/12/07 10:49:44
شريکول:

د امريکا ګالوپ شرکت د ډسمبر په ۶مې نېټې تازه سروې خپره کړې، چې له مخې یې ۵۵ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې د امريکې د انفلاسيون له امله اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې تېر کال دغه انډول يوازې ۴۵سلنه و. دغه راز ۱۳ سلنه ګډونوالو يې بیا ويلي، چې اقتصادي ستونزې يې ډېرې او سختې دي.

د ګالوپ د سږنۍ سروې ۲۸ سلنه کم عايد لرونکو ګډونوالو ويلي، چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو او فشارونو سره مخ دي.

د سروې ۶۰ سلنه منځني عايد لرونکو ګډونوالو ويلي، چې دوی له ځينو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او په تېر کال کې دغه اندازه له ۵۰ سلنې څخه هم کمه وه.

د سروې ۴۲ سلنه زيات عايد لرونکو ګډونوالو بيا ويلي، چې دوی له لږو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او دغه انډول په تېر کال کې یوازې ۲۸ سلنه و.

د ګالوپ شرکت ياده سروې د نومبر له ۹مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې پر خپلې ویبپاڼې ترسره کړې او له ۱۸۰۰ څخه زياتو امريکايانو پکې برخه اخيستې ده.