د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمیټې له دې ګوند پرته د نورو شخصيتونو غونډه تر سره کړه
CMG2022/12/07 17:05:08
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د ډسمبر په دوهمې نيټې په بېجينګ کې له دې ګوند پرته د نورو شخصيتونو غونډه تر سره کړه او د سږني اقتصادي حالت او د راتلونکي اقتصادي کارونو په هکله يې د چين د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کميټو د غړو، د چين د صنعتي او سوداګريزو ټولنو د مسؤلينو او د غير ګوندي شخصيتونو نظرونه او وړانديزونه واوريدل.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او په خپله وينا کې  يې پردې ټينګارکړی چې راتلونکي کال به د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د روحيې د پلي کولو لپاره لومړی کال وي، نو مونږ دې اقتصادي کارونو په ثبات کې پرمختګ ومومو، د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تر څنګ دې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هم وهڅوو او د پرمختګ په عين وخت کې باید امنيت ساتنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړو او  د سوسياليستي عصري هېواد د هر اړخيزې ابادۍ لپاره دې ښه اقدامات پورته کړو.