د چين بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۷ مې نېټې يوه مطبوعاتي ناسته ترسره کړې ده.
يوه پاکستاني خبريال په يادې ناستې کې د چين د بهرنيو چارو وزارت له وياندې ماونينګ څخه پوښتنه کړې، چې په افغانستان کې تېره اوونۍ د پاکستان پر سفارت برید شوی او چين پدې اړه څه ويل لري؟
ماو نينګ د پاکستاني خبريال يادې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين له هرډول ترهګریزې کړنې سره کلک مخالفت کوي او په افغانستان کې د پاکستان پر سفارت شوي بريد کې ټپيانو ته د ښې روغتيا هيله لري.
نوموړې زياته کړې، چې چين د افغانستان امنيتي وضعيت څاري او د هر ډول ترهګريزې کړنې او زورزياتي فعالیتونو د ځپلو او د هېواد د خوندېتوب او ټيکاو لپاره د افغانستان له اقداماتو څخه دوامدار او ټينګ ملاتړ کوي..