د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ د چين ولسي جمهوريت د تاريخ پوهانو ټولنې د جوړېدو د ۳۰ مې کلیزې په پار دغې ټولنې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د چين د تاريخ پوهانو ټولنې کارکوونکو او د هېواد ټولو تاريخ پوهانو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړي او د دوی چارې او هڅې يې ستایلې دي.
د چين ولسي جمهوريت د تاريخ پوهانو ټولنه د ۱۹۹۲م کال په ډسمبر کې جوړه شوې او د هېواد د تاريخ پوهانو او اړوندو کارکوونکو د يووالي او د هېواد د تاريخ د مطالعې، پېژندنې او تعليمي چارو دندې پرغاړه لري.