د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو پېر تر ۲ زرو کالونو او د راشه ـ درشې رېښه يې تر ورېښمو لرغونې لارې رسيږي.
د ځينو هېوادونو مشرانو د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال اولمپيک ژمنيو لوبو له ترسره کېدو وړاندې له دغو لوبو سره مخالفت وښود او په پرانيستونکو مراسمو کې يې د نه ګډون پرېکړه وکړه، خو د مصر، متحده عربي امارات او قطر مشرانو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې برخه واخيسته او له چين څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال اولمپيک ژمنۍ لوبې پر خپل مهالويش ترسره شوې.
د امریکا د کانګرېس مشرې نانسي پیلوسي د روان کال په اګست کې د چين تایوان ته سفر وکړ او ټولو ٢٢ عربي هېوادونو د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار او ١٨ يې له چين څخه په ډاګه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د امريکا په مشرۍ لوېديځو هېوادونو د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د بشري حقونو د شورا په ۵۱مې غونډې کې د شينجيانګ مسوده وړاندې کړه، خو عربي هېوادونو د عدالت خوا ونيوله او له چين څخه يې ټينګ ملاتړ وکړ.
چين او عربي هېوادونو د ورېښمو لرغونې لارې د تګ راتګ پر مهال ښې اړيکې درلودې او اوس د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې هم ښې همکارۍ کوي، بلکې ګډې طبیعي لارې لري.
چين تر اوسه له شلو عربي هېوادونو او عرب لیګ سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو سندونه لاسليک کړي دي.