شي جين پينګ ریاض ته ورسېد
CMG2022/12/08 12:28:14
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ډسمبر په ۷مه نېټه په ځانکړې الوتکې د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته ورسېد او ټاکل شوې، هلته به د چین او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشریزې، د چین او د خليج عربي هېوادونو د همکاریزې کمېټې په سرمشریزې کې ګډون وکړي او له سعودي عربستان څخه به رسمي لیدنه وکړي.

نوموړی د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمي بلنې سعودي عربستان ته تللی دی.

شي جین پينګ د ریاض په هوايي ډګر کې رسنيو ته په کتبي وينا کې ويلي، چې چین او سعودي عربستان د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو د ۳۲ کالونو په درشل او په تېره بیا په ۲۰۱۶م کال کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژیکو اړیکو تر قایمېدو وروسته، یو لړ فعال بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

نوموړي ويلي، چې هغه به په دغه لیدنه کې د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان سره د ګډې پاملرنې وړ نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله د نظریو تبادلې وکړي او د چین او سعودي ترمنځ د اړیکو د پرمختګ لوری به روښانه کړي.

شي جين پينګ ويلي، چې هغه به په يادوو دوو سرمشريزو کې د ګډون له لارې د چین او عربي هېوادونو او د خلیج هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټينګښت وهڅوي.

(هیله)