چين او فلسطين په روانه میاشت کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د تفاهم يادښت لاسليک کړی دی.
چين تر اوسه له ۲۱ هېوادونو او عرب ليګ سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ همکاریز سندونه لاسليک کړي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، عربي هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې د وصل په نقطو کې پراته دي او د ورېښمو د لارغونې لارې د تمدن په جوړولو کې مهم ګډونوال دي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ طبيعي او غوره همکاران هم دي. د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د چين او عربي هېوادونو لاسته راوړنې په پرله پسې توګه راڅرګندېږي.
نوموړې زیاته کړه، چې چين او عربي هېوادونو د زېربناوو او انرژۍ په برخو کې تر ۲۰۰ زياتې لويې پروژې پيل کړې او له ګټو څخه يې نږدې ۲ مليارډ نفوس برخمن شوی دی.