شي جين پينګ د سعودي عربستان په رسنيو کې مقاله خپره کړې
CMG2022/12/08 13:49:43
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ډسمبر په ۷مه نېټه په ځانکړې الوتکې د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته رسيدلی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی به په ریاض کې د چين او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزې او د چين او خليج عربي هېوادونو د همکارۍ شورا په سرمشريزې کې ګډون وکړي.

رئیس شي جين پينګ سعودي عربستان ته د خپلې رسمي لېدنې په ترڅ کې د ریاض نیوز ورځپاڼې کې " د زريزې دوستۍ ټينګول او د ګډ ښه راتلونکي په لور"  په سرليک يوه مقاله خپره کړې ده.

نوموړي په دغې مقالې کې ويلي، چې هغه به د سعودي له چارواکو سره وويني او د خپلمنځي اړيکو او نړيوالو مسئلو په تړاو به ورسره خبرې وکړي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ به وهڅوي.

شي جين پينګ په مقالې کې ويلي، چې چين به له سعودي عربستان سره تفاهم او ملاتړ ته دوام ورکړي، د خپلواکۍ پلوي يې کوي او په ګډه به د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې دواړه خواوې به د يو کمربند او يوې لارې د وړاندیز او د سعودي عربستان د ۲۰۳۰م کال پلان د ګډې ابادۍ د پياوړتيا، په بېلا بېلو برخو کې د عملي همکاريو د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د اړيکو د ژورتیا لپاره کوښښونه وکړي. 

شي جين پينګ په مقالې کې ويلي، چې چين او سعودي عربستان به د ملګرو ملتونو، د شلو هېوادونو ډلې(جي شل) او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې او واقعي څو اړخيزم به پلی کړي او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د ساتلو او د نړیوال پرمختګ او سوکالۍ د پياوړتيا لپاره به لازیات خدمتونه وکړي.