په تېرو ۱۱ مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه ۸.۶ سلنه زياتوالی ښيي
CMG2022/12/08 15:12:06
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د روان ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۷مه نېټه تازه شمېرنې خپرې کړې، چې د سږ کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۸ زره او ۳۴۰ ميليارډه يوانه دی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه شپږ سلنه زياتوالی ښيي. له شمېرنو څخه ښکاري، چې د چين بهرنۍ سوداګري په سالمه توګه روانه ده او د دغه هېواد او عمده تجارتي ملګرو ترمنځ د وارداتو او صادراتو اندازه د زياتوالي په حال کې ده.

د چين د ګوانګ دونګ ولايت د شان تو بندر د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په پار د چين له مهمو بندرونو څخه يو دی او هره ورځ ميليونونه سوداګريز توکي ورڅخه بهر ته صادرېږي. د شان تو ګمرکي ادارې د شمېرنې له مخې، په تېرو ۱۱ مياشتو کې له نوموړي بندر څخه د يو کمربند او يوې لارې پرتو هېوادونو ته د صادراتي توکو ارزښت له ۴۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی، چې دغه رقم د تېر کال  د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې یوازې د چين د صادراتو ارزښت ۲۱ زره او ۸۴۰ ميليارډه يوانه دی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي. په همدې موده کې د چين د وارداتو ارزښت ۱۶ زره او ۵۰۰ ميليارډه يوانه دی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. په همدې موده کې د يو کمربند او يوې لارې له پرتو هېوادونو او د سيمې د هراړخيزو اقتصادي ملګرو تړون يانې رسيپ (RCEP) له غړو هېوادونو سره د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت په جلا جلا توګه ۲۰ اعشاريه ۴ سلنه او ۷ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی دی.

د چين د معلوماتو مرکز د عمومي اقتصادي څېړنې دفتر مدير يان مين په دې اړه ويلي، چې چين د نړيوال تګ راتګ د څو ډګرونو له لارې خپل سوداګريز ملګري زيات کړي دي. چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو، د رسيپ تړون له غړو هېوادونو او د جنوبي امريکا او افريقا له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ټينګې کړې او د نړيوال وارداتي نندارتون او د ګوانګ جو د وارداتي او صادراتي توکو نندارتون په شمول د نړيوال تګ راتګ څو ډګرونه يې جوړ کړي، چې له امله يې خپل تجارتي ملګري زيات کړي. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ټولشموليت نه يوازې د عرضې د نړيوال ځنځير او نړيوالو بازارونو د ښکته پورته بدلون ضد د دغه هېواد توان لوړ کړی، بلکې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې خدمتونه هم کړي دي.

د سږ کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يانې د اسيان له غړو هېوادونو سره د سوداګرۍ ازرښت د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې ۱۵ اعشاريه ۴ سلنه برخه نيولې، دغه راز اسيان د چين د لومړي لوی سوداګريز ملګري مقام ساتلی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو همکاريو څېړنيز انستيتيوټ مشر ګو شوی مينګ ويلي، چې د ازادې سوداګرۍ په برخه کې له بهر سره د چين په لاسليک شويو تړونونو کې د رسيپ اقتصادي اندازه تر ټولو لوړه ده او دغه تړون هم د لوړ معيار د ازادو سوداګريزو سيمو په اړه د چين د نړيوالې شبکې د ابادۍ بنسټ دی. دغه تړون له نافذېدو وروسته د سيمې د غړو هېوادونو او چين اقتصادي ودې ته ګټې رسولې او ګټې يې د زياتوالي په حال کې دي.

که څه هم د چين پر وړاندې د بهرنۍ سوداګرۍ چاپېريال پېچلی دی او ناڅرګنده امکانات مخ پر زياتېدو دي، خو دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابتولو ګټور شرايط لري، چې د دغه هېواد د صنعتي چارو بنسټ ښه دی، د اړوندو تړونونو د پلي کولو او نوښت په برخه کې د تصديو توان پياوړی شوی او يو لړ ګټورې تګلارې ګام په ګام خپرې شوې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو څېړنيز مرکز مدير جانګ جيان پينګ د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په اړه باور ښودلی او خبريال ته يې ويلي، چې د سږ کال د لومړيو دريو ربعو مثبت پرمختګ ته په کتو باور لري، چې چين به د سږ کال د بهرنۍ سوداګرۍ د ثبات ټاکلې موخه پوره کړي او مثبت پرمختګ به يې تر لاسه کړي.