دینې بلوعت د ډسمبر په ۷مه نېټه د پېرو په کانګرېس کې د دغه هېواد د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. نوموړې له دې نه مخکې، د پېرو د ولسمشر پیدرو کستیلي مرستياله وه.
ولسمشرې بلوعت تر لوړې وروسته په خپلې وينا کې ويلي، چې حکومت او کانګرېس باید سیاسي مقابله پای ته ورسوي او بېلا بېل ګوندونه باید د متحدې کابینې د جوړولو لپاره خپلمنځي ډیالوګ او مشورې پیاوړې کړي.
نوموړې ويلي، چې حکومت به يې په ټول هېواد کې د فساد ضد مبارزې ته دوام ورکړي.
د پېرو کانګرېس په همدې ورځ یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړې او د رایګیرۍ له لارې يې پخوانی ولسمشر پيدرو کستيلي استيضاح او له دندې څخه يې ګوښه کړی دی.
پيدرو کستيلي په همدې ورځې د کانګرېس د لغوه کولو اعلان کړی و، خو کانګرېس هغه له دندې ګوښه کړی دی.
(هیله)