شي جين پينګ د سعودي عربستان د چيني ژبې زده کوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی
CMG2022/12/08 12:36:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په سعودي عربستان کې د چيني ژبې زده کوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې د سعودي ځوانان هڅولي، چې چيني ژبه ښه زده کړي او د چين او سعودي عربستان او د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ په دغه ځوابي پيغام کې ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله او د يو هېواد د پېژندنې غوره کيلي بللې ده او خوښي يې ښودلې، چې د سعودي ځوانانو د چيني ژبې د زده کړې پروګرام «د چيني ژبې پل» کې ګډون کړی دی او ويلي يې دي، چې دغه ځوانان به د همدې لارې د چين په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي.

نوموړي ويلي، چې د چين او سعودي خلک د خپلو سترو هيلو د پوره کولو لپاره کوښښونه کوي، د یو بل ژبې زده کوي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستي پياوړې کوي او هم د انسانانو د راتلونکي  ګډ برخلیک جوړولو کې مرستې کوي.

 د سعودي عربستان څه دپاسه ۱۰۰ ځوانانو، چې اوسمهال د چيني ژبې پر زده کړې بوخت دي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغامونه ليږلي او د چيني ژبې د زده کړې په اړه يې نظرونه ورسره شريک کړي دي.

دوی په خپلو ليکونو کې هيله ښودلې، چې د چين په اړه لا زيات معلومت ترلاسه کړي او په راتلونکې کې د چين او سعودي د پياوړو اړيکو ځوان استازي وګرځي.