د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په اتمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چين پر تايوان د امريکا له وسلو پلور څخه ټينګ مخالفت کوي او د دې په غبرګون کې به د خپل ملي حاکميت او امنيتي ګټو د ساتلو لپاره قوي اقدامات غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت پر تايوان د ۴۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د الوتکو پارزو او اړوندو وسايلو د پلور لايحه تصويب کړه.