د جنوبي سوډان په (جوبا) کې د چين د سوله ساتو ځواکونو د اتم کنډک د لومړۍ ډلې ٣٥٠ افسرانو او سرتيريو خپل يو کلن ماموريت پای ته ورساوه او د ډسمبر په اتمه نېټې خپل هېواد ته ستانه شول او د ياد کنډک د دوهمې ډلې افسران او سرتيري به د روانې مياشتې په ٢١مې نېټې هېواد ته ستانه شي.
د مالوماتو له مخې، د چين د سوله ساتو ځواکونو د نهم کنډک د لومړۍ ډلې ۳۵۰ افسران او سرتیري د ډسمبر د اوومې نیټې په سهار په الوتکې کې په جنوبي سوډان کې د ماموریت ساحې ته رسېدلي دي.
د چين د سوله ساتو ځواکونو اتم کنډک د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې جنوبي سوډان ته استول شوی و او افسرانو او سرتیرو يې خپله کلنۍ دنده په بریالیتوب پای ته رسولې ده.
د جنوبي سوډان حکومت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ډلې د چين د سوله ساتو ځواکونو د اتم کنډک چارې ستايلې دي.
(ژباړه: شکريه)