شي جين پينګ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره وکتل
CMG2022/12/09 11:02:33
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د اتمې نېټې په ماسپښين د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره کتلي دي.

 شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ویلي، چې نړيوال او سيمه ييز حالات، هر څنګه بدلون مومي، چين به د فلسطين تر څنګ ولاړ وي، د فلسطينیانو له عادلانه غوښتنو څخه به ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي او د خپلو ملي ګټو او حقونو د بيا اعاده کولو په پار به یې وهڅوي.

نوموړي ويلي، چې چين به د فلسطين مسئلې د ژر، عادلانه او دایمي حل د پرمخبيولو لپاره نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې وکړي.

 راتلونکی ۲۰۲۳م کال د چين او فلسطين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۳۵مې کاليزې سره برابر دی.

چين او فلسطين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو په درشل کې د سيلانیزو همکاريو سندونه لاسليک کړي او د سيمې د ازادې سوداګرۍ په اړه يې خبرو اترو فعال پرمختګ کړی دی.  

رئیس شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې چين به له فلسطين سره د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې اړینو مرستو ته دوام ورکړي.

محمود عباس په خپلو خبرو کې چين د فلسطين صادق او باوري ملګری یاد کړی او په نړيوالو چاروکې د چين دريځونه يې عادلانه او وړانديزونه يې مثبت او رغنده بللي دي.

نوموړي ويلي، فلسطين به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي.