شي جين پینګ د کوموروس له ولسمشر سره وکتل
CMG2022/12/09 21:16:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ډسمبر د نهمې نيټې په سهار په رياض کې د کوموروس له ولسمشر غزالي عثماني سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې چين له کوموروس سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د هېواد د پرمختګ او سمسورتيا په لور له کوموروس سره د يو د بل باوري دوستان او همکاران شي. چين د هېواد د کليدي ګټو او سترو مسئلو په هکله د کوموروس دايمي ملاتړ ستايي او د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو، د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې به ور څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي. په ورته وخت کې چين په نړيوالو او سيمه يیزو چارو کې د کوموروس د لا مهم رول له لوبولو څخه هم ملاتړ کوي او غواړي چې ور سره نژدې همکارۍ وکړي او يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي تر څو د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې او نړيوال عدالت تامين شي.

ولسمشر غزالي ويلي چې هېواد يې له چين سره عنعنوي دوستي لري. د خپل هېواد له ازادېدو څخه چين له کوموروس سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د ستونزو په حال کې يې له کوموروس سره بې غرضه مرستې کړې دي. کوموروس به په هر ډول حالاتو کې له چين سره ولاړ وي او د چين له ملي وحدت، د نړيوالې سولې د پرمختګ د ساتلو لپاره به د چين له خوا له وړاندې شويو ټولو لايحو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره په ګډه د څو اړخيزم پلوي توب و کړي.